له خوست ولايت نه مرکز ته نژدې سيمه کې د ګوډاګۍ ادارې د عسکرو په پوسته د فدايي بريد خبر ورکړل شو.
دغه پوسته په منګلو سيمه کې جوړه شوې او د اجيري اردو عسکر پکې مېشت وو، پوسته چې له ډېره وخته د مجاهدينو تر تعقيب لاندې وه؛ نن مازديګر خواوشا 4 نيمي بجې پرې د فدايي مجاهد يوسف بغلاني له خوا فدايي بريد ترسره شو.
فدايي بريد د پلينکوچ موټر په توسط ترسره شو چې درانه منفجره مواد پکې ځای په ځای شوي وو.
د عيني شاهدانو په وينا د دې کاري بريد له امله پوسته په مکمل ډول ويجاړه شوې او پکې مېشتو ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، له دې علاوه ګڼ نقليه وسائط هم پکې له منځه تللي.
2014-03-26
افغانستان